ژبه

ولسمشر: د ښو خدمتونو په موخه د امنیت برخه کې ساختاري او مدیریتي بدلونونه راځي

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٨): ولسمشر غني وايي، د ښو خدماتو او اسانتياوو رامنځ ته کېدو لپاره د امنیت په برخه کې ساختاري او مدیریتي بدلونونه راځي او په وزارتونو او ادارو کې به اساسي اصلاحات راشي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د شکردرې، ګلدرې، فرزې او استالف ولسوالیو د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په سلام خانې ماڼۍ کې، وکتل.

سرچينه زياتوي، په پیل کې عبدالملک صالح، استاد سید وزیر سادات، مریم نادري، مفتي جمال الدین فایق، حاجي دل اغا احمدزي او سیدجمال هاشمي د خبرو پرمهال له ولسمشر څخه ولسونو سره د لیدنو، بحثونو او مخامخ  ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه.

یادو ویناوالو د اړوندو ولسوالیو له امنیتي وضعیت، د انکشافي پروژو او ولسي تړون پروګرام د تطبیق، د پوهنې برخې د پرمختګونو، د شکردرې سرک، نوي کلینیک او اقرا پروګرام له لارې د ځینو ښوونځیو د ودانیو جوړېدو، د علماوو د بستونو د رسمي کولو، د علماو او ارګ ترمنځ د واټن ختمولو او ځینو نورو کړنو له امله د مسوولینو او په ځانګړي ډول د ولسمشر قدرداني وکړه.

هغوی د ولسمشر له لوري مخامخ د خلکو د ستونزو اورېدل مهم نوښت وباله او په ټینګار یې وویل، د افغان دولت تر رهبرۍ لاندې د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي. دوی همدارنګه د معارف، روغتیا، د بندونو، کانالونو، منظم ترانسپورټ، ورزشي لوبغالو، فرعي او خامو سړکونو، د دارالمعلمین د نشتوالي، د ښوونکو د ښارګوټو، وزګارتیا، اصلاح شویو تخمونو، سړو خونو او برېښنا په برخو کې خپلې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.  

دوی همدارنګه د تخنیکي او مسلکي لېسو، د شاه او عروس بند د بشپړولو، د روغتونونو د تجهیز او ارتقا، د شکردرې ولسوالۍ د عیدګاه جوړولو،  تحصیلي بورسونو، د پولیسو د تشکیل، د ولسوالۍ د ودانۍ، د کرنې انسټیټیوټ د ایجاد، د ښوونځیو د احاطې دېوال او ودانیو، د نجونو د ښوونځیو، د جوماتونو د رسمي کولو، د لبنیاتو او مېوې د پروسس فابریکو، د پوهنتون جوړولو، د کتابتون جوړولو، د کاري زمینو، د حج د سهمیې، د علماوو، ښځو او ولسي شوراګانو د رسمي کېدو او د سړکونو د پخولو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني د ویناوالو له منسجمو ویناوو څخه په مننې کولو وویل: "زما او ستاسو نبض او تشخیص یو دی او ستاسو غوښتنې برحقه دي، خو امکاناتو ته په کتو یوځلي نه عملي کېږي. لومړیتوبونو ته په کتو به ورته رسیدګي وشي او په اړوندو برخو کې به واضح پرمختګونه ووینئ."

ده څرګنده کړه، د امنیت په برخه کې ساختاري او مدیریتي بدلونونه راځي. په وزارتونو او ادارو کې به اساسي اصلاحات راشي، ځکه له دې مه واره ښه خدمات او اسانتیاوې نه شي برابرېدلی.

هغه زياته کړه، دولت د افغاني محصولاتو بازارموندنې ته ژمن دی، د پنځلس اقلامو توکو د ارزښت ځنځیر تر کار لاندې دی، مګر په دې او نورو برخو کې د خصوصي سکتور رول مهم دی او په خپلو اړوندو سیمو کې دوی ونډې اخیستو ته وهڅوئ.

د ده په وينا، د اوبو مدیریت ته اساسي پام کېږي. د کوچنیو بندونو جوړولو ته پیسې ځانګړې شوې دي او د دغو څلورو ولسوالیو اوبه چې موږ ته د طلا ارزښت لري، مدیریت کېږي.

هغه زیاته کړه، د معارف په برخه کې اساسي اصلاحات په پام کې دي چې په پایله کې به یې شته ستونزې حل شي.

غني د سولې پروسه کې د علماوو رول څخه په مننې کولو وویل، د علماوو د متفقې فتوا په اساس موږ د لومړي ځل لپاره اوربند وکړ، په دوام یې زموږ علماوو په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ علماو سره مهم بحثونه وکړل.

login or register a new account.