ژبه

باجوړ کې چاودنې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٨): په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د باجوړ ايجنسۍ په سالارزیو سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په يوه کور کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې دا پېښه د چاودنې له امله نه، بلکې د ډيورنډ د پولې له شاوخوا سيمو د توغول شوې مرمۍ لګېدو له امله رامنځته شوې ده.

تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.