کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۸): ولسمشر غني، په سوله کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب او د ښځو د ستونزو د لرې کولو په برخه کې د حکومت پر هڅو د ټینګار تر څنګ وایي، نه غواړي سوله په سیاسي تجارت بدله شي.
د ولسمشر د ویاند دفتر د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ولایت د بېلابېلو سیمو د ښځو له استازو سره په سلام خانې ماڼۍ کې کتلي دي.
سرچینه لیکي چې ښځو د روغتیا، لوبو، پوهنې، لوړو زده کړو، مدني ټولنې، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر غنی سره شریک کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې غني، د کابل ښاروالۍ چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په هره ناحیه کې د دوه ښځینه ګذر وکیلانو د انتخاب زمینه برابره کړي او ویې ویل چې د ښځو د موضوعاتو د انسجام لپاره دې د ښځو پیاوړې شورا ته اړتیا ده، ځکه د ښځو ترمنځ له واضح انسجام پرته ټولې ستونزې نه شي حل کېدای.
دغه راز ولسمشر ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې په لوړو بستونو کې د ښځو ګومارلو ته پاملرنه شوې او دغه بهیر به ادامه ولري. هغه ویلي چې د لوبو په برخه کې لا هم ښځو ته لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي خو په دې برخه کې به هم اقدامات وشي.
غني ویلي، په پام کې ده چې د کابل حضوري چمن یواځې د کورنیو، مېرمنو او ماشومانو په ورزشي او تفریحي ساحه بدل شي او د کابل د پغمان او بالاباغ یوه برخه به هم د ښځو سوداګریزو او سپورټي فعالیتونو ته ځانګړې شي.
ده اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د بدني روزنې او سپورټ په عمومي ریاست او اولمپیک اداره کې ښځینه مرستیالانې او رئیسانې وټاکي. هغه زیاته کړې چې پوهنې وزارت او درسي نصاب کې به اساسي اصلاحات راشي، ځکه چې د پوهنې له نظام څخه هیڅوک هم راضي نه دي.
ده دا ژمنه هم کړې چې نوي ښوونیز کال کې به ۷۰۰۰ ښوونځي چې ۳۵۰۰ یې د نجونو دي په نوې ټکنالوجۍ سنبال شي.
هغه ښځو ته په خطاب کې ویلي:« د اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون د مېرمنو د استخدام لپاره تدابیر نیولي او تاسو هم په دې اړه واضح طرحه راکړئ.»
غني دا هم ویلي چې حکومت د ښځو د تجارتي توکو او لاسي صنایعو لپاره د بازار موندنې په برخه کې کار کوي او د مېرمنو د قراردادنو د اخیستو په برخه کې هم د ستونزو د حل په موخه هم کار روان دی.
جمهوررئیس غني په دغې کتنه کې ویلي:« سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو داسې سوله چې د ټولو مېرمنو حقونه په کې خوندي وي. د سولې موضوع په احساساتو نه، بلکې په تدبیر او عقل باید مخته لاړه شي. »
د هغه په وینا، د باعزته سولې لپاره باید د ښځو غږ ټول ولس ته ورسول شي، ځکه چې دی نه غواړي سوله په یوه سیاسي تجارت بدله شي.
login or register a new account.