کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٨): نامعلومو وسله والو په کابل ښار کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار د يوه ساتونکي په ګډون دوه وروڼه وژلي دي.
د حزب اسلامي يوه وياند فضل غني حقمل د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د تېرې يکشنبې په ورځ د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې درېيو نامعلومو وسله والو په رڼا ورځ د پنځمې امنيتي حوزې اړوند پر څلوېښت متره سړک دوه وروڼه هر يو فيض احمد شاهين او شاه محمود د خپل کور مخې ته پر ډزو سره وژلي دي.
حقمل وايي چې شاهين پخوا د ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار امنيتي ساتونکى و، خو اوس د حزب په امنيتي برخه کې يې دنده لرله.
د نوموړي په وينا، دوى پوليسو ته خبر ورکړى و، خو په دې برخه کې يې هېڅ ډول اقدام نه دى کړى.
د حزب اسلامي وياند وويل چې وژل شوي وروڼه د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړونده د چارکې د سيمې اوسېدونکي وو.
يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې دواړه وروڼه د حکمتيارد ساتونکو په توګه دندې ترسره کولې.
پژواک په دې اړه د کورنيو چارو وزارت وياند سره اړيکې ونيولې،خو هغوى په دې اړه معلومات شريک نه کړل.
login or register a new account.