کابل (پژواک،٢٠سلواغه ٩٨): د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ د داخلي بريد په اړه څېړنې پيل کړې دي.
تېره شپه په شېرازدو ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري په ډزو کې دوه امريکايي سرتېري و وژل شول او شپږ نور ټپيان شوي دي. دغه راز په ځوابي ډزو کې بريدګر وژل شوى او درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د سلواغې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ د لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی د دغې پېښې د لامل او انګېزې د څېړنې په خاطر ننګرهار ولایت ته استولی دی.
سرچينې زياته کړې، دغه لوړپوړی پلاوی، یاده پېښه له امریکایي چارواکو سره په ګډه څېړي.
سرچينه کاږي،، دا ډول بریدونه به د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو او امریکایي پوځيانو د نږدې همکاریو پر روحیې منفي اغېز ونه لري او دغه ځواکونه به په ګډه سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت رهبري، د دغې پېښې د قربانیانو له پاتې کسانو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.
بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوى درستيز په مشرۍ پلاوى قول اردو ته رسېدلى او له امريکايي پلاوي سره يې په ګډه د يادې پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
امريکايي ځواکونو هم په يوې خبرپاڼې کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو او شپږو ټپيانو د پخلي ترڅنګ ويلي چې له افغان چارواکو سره يې په ګډه څېړنې پيل کړې دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري پر يوه د بريدونو او بمباريو پېښې شوې دي.
login or register a new account.