ژبه

سيګار: د افغانستان په بيارغونه کې ٥٢٠٠ افغانانو او بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨) : د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر سيګار وايي چې د افغانستان پر بيارغونې بريدونو کې ٢٢٠٠ افغانان او بهرنيان وژل شوي او شاوخوا ٣٠٠٠ ټپيان شوي دي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، د سيګار په راپور کې راغلي، چې د بيارغونې پر کارونو دغه مرګ ژوبله له ٢٠٠٢ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٩ کاله پورې اوښتې ده.

د "انساني تلفاتو" په اړه د سيګار دغه راپور په داسې حال کې خپور شوى، چې نن په کابل کې يو ځانمرګي بريد کې شاوخوا ٢٠ نظاميانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جان سوپکو، ویيل چې د ٢٠٠٢ کال څخه د ٢٠١٩ کال تر پای پورې ٢٢١۴ تنه په غیر محاربو ډګرونو کې وژل شوي چې ٢٨۴ یې امریکایي وګړي دي.

هغه زياته کړې، چې د ۲۴۸ امریکایانو له ډلې څخه ٢١٦ یې پوځیان او ٦٨ یې ملکیان وو.

په دې راپور کې هغه بریدونه نه دي شامل چې پر امریکا پوځي اډو او ملکي اهدافو باندې شوي دي.

د سيګار مشر سوپکو ویلي چې د ١٣١ پوځیانو او ١۴۴٧ ملکیانو په وژل کیدو سره د مرگ ژوبلې زیاته کچه افغانانو ته رسیدلې ده چې د خپل هیواد د بیارغونې لپاره یې ژوند بایللی دی.

سرچينې زياته کړې، ددې تر څنګ د ایتلاف د غړو هیوادونو ١٠٠ تنه وګړي او د نورو هیوادونو ١٢۴ تنه اوسیدونکي هم د افغانستان په بیارغونه کې وژل شوي دي.

هغه ویلي ، سره له دې چې د امریکا متحده ایالات د یو احتمالي موافقې لپاره په مذاکراتو بوخت دي د ٢٠١٩ کال په وروستۍ برخه کې تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

د سوپکو په وينا، سیگار له کلونو راهیسې پراخې هڅې کړي چې د بیارغونې او د افغانستان د ثبات لپاره مالي لګښتونه وڅاري، خو د انساني تلفاتو د شمیر او د هغه کسانو د څارنې لکه په اړه یې چې ددغو فعالیتونو د بشپړه کولو لپاره یرغمل شوي لږې هڅې کړې دي.

login or register a new account.