کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): په کابل کې د قطر سفارت له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه هېواد لوبو يا سپورت ملي ورځ ونمانځله.
په دغو مراسمو کې د قطر سفير سعيد بن مبارک الخيرين، د سفارت کارکوونکو، ورزشکارانو او يو شمېر مېلمنو ګډون کړی و.
دغه راز په دغو مراسمو کې يو شمېر لوبې هم نندارې ته وړاندې شوې.
د قطر سفير سعيد بن مبارک په خپله وينا کې وويل، راغلو کسانو ته د هرکلي ترڅنګ چې هېواد يې لوبو ته ډېر ارزښت ورکوي.
هغه زياته کړه چې لوبې پر ټولنې، روغتيا او خلکو مثبتې اغېزې کوي او د قطر حکومت د ٢٠٣٠ په لرليد پروګرامونو کې لوبو ته ځانګړى ځاى ورکړى دى.
نوموړي وويل چې قطر د ٢٠٢٢ فوټبال نړيوال جام لپاره بشپړ چمتووالى نيولى او په دې برخه کې يې ډېر پرمختګونه کړي، په نړيوال لوبغالي يې جوړ کړي، د لوبغاړو او مېلمنو د اوسېدو ځایونه او نورې سپورتي اسانتياوې يې رامنځته کړې دي.
د قطر سفير وويل چې له تېرو نهو کلونو راهيسې دوى هر کال د لوبو ملي ورځ نمانځي او د قطر د ټولنې د هرې برخې خلک په بېلا بېلو لوبو کې په پراخه کچه ونډه اخلي.
login or register a new account.