ژبه

کابینې د رسنیو د مصئونیت او حقونو د ټینګښت مقرره تصویب کړه

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ٩٨): د افغانستان کابینې د یو شمېر نورو طرحو د تایید ترڅنګ د رسنیو او رسنیو د کارکوونکو د مصئونیت او امنیت د ټینګښت او د هغوی د حقونو د تامین په موخه مقرره تصویب کړه.

کابینې تېر ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ناسته لرله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور دې ناسته ته د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د مقررې طرحه وړاندې کړه.

انور ویلي چې دغه طرحه د رسنیزو اشخاصو د مصئونیت او امنیت د ټینګښت، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدو بهیر د چټکتیا، د تاوتریخواليو کمولو او رسنیزو اشخاصو د حرفوي او صنفي حقونو د ټینګښت او د اړوندو دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د ټینګښت په موخه جوړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې کابینې دغه طرحه تصویب کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې خبریالان سر ټکوي وایي چې اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیتونو د رسنیو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه راز هغوی چې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي او وایي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته اړینه پاملرنه نه کېږي، زیاتوي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې کابینې د تېرې ورځې په ناسته کې د زندانونو چارو د تنظیم قانون طرحه، د دولتي شرکتونو قانون په پنځوسمه ماده کې تعدیل، د بین المللي معاهدو لس مورده؛ کاپیسا، کابل، دایکنډي، ننګرهار، نیمروز، پروان، هرات، بغلان، کندوز، میدان وردګو او بلخ ولایتونو کې له یوه اندازه دولتي مځکو د ګټې پورته کېدو اسنادو لېږد، په کندز او پروان کې د یوې، یوې دیني مدرسې او په بغلان کې د ښوونکو د روزنې ریاست د ودانۍ جوړول تصویب کړي دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې د پروان د بګرام ولسوالۍ چیکل کلي کې د سړک جوړولو په موخه د خلکو د ۶۶۸۲ متره مربع ځمکې ، د ننګرهار د بهسودو پله سړک جوړولو په موخه د څه باندې دوه زره متره مربع ځمکې او د خوست په متون سیمه کې هم د سړک جوړولو په موخه د ۷۲۰ متره مربع ځمکې او د نورستان ولایتي شورا ودانۍ جوړولو لپاره د خلکو د څه باندې ۳۰ بسوې د استملاک طرحې تصویب کړي دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، کابینې د ۱۳۹۹ کال د کاليزې طرحه هم تصویب کړې او دغه کال یې د پیوستون او اصلاحاتو کال نومولی دی.

د خبرپاڼې له مخې، کابینې د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون د ځینو برخو تعدیل، د ښاري ځمکو د مجدد تنظیم او انکشاف مقررې، د هوا د ککړتیا کمولو د ځینو مادو د تعدیل، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ښاري ځمکو او ودانیزو توکیو د بیو ټاکلو طرحې په پرنسیب کې تصویب کړي دی.

دغه راز کابینې په داسې حال د ۱۳۹۸ کال د ژمنیو پېښو ځواب ویونکی پلان په اصول کې تصویب کړی چې د ژمي موسم تر نیمایي اوښتی دی.

login or register a new account.