کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): د ملي دفاع وزارت د دوو نورو جنرالانو دندې د فساد له امله ځنډېدلې او د پلټنو لپاره لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د ملي دفاع وزارت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کسانو کې د کابل د ١١١مې فرقې قوماندان تورن جنرال شيرين شاه کوهبندي او د کومانډو قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال عبدالجبار وفا شامل دي.
د ملي دفاع يادې سرچينې زياته کړه چې دغه جنرالان پر فساد تورن دي او د جنايي تحقيقاتو رياست (سي اي ډي) له خوا چې په دې وروستيو کې يې په ملي دفاع وزارت کې فعاليت پيل کړى، د دوى دندې تعليق او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې دوى د افغانستان له دولت، نړيوالې ټولنې او خپل ولس سره ژمنه کړې چې د فساد پر ضد مبارزه کې به کوټلي اقدامات کوي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې د ملي دفاع وزارت دوه نور جنرالان هر يو د ملي اردو د جلب او جذب عمومي قوماندان تورن جنرال ابراهيم احمدزى او د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالمتين حسين خېل دندې هم تعليق او لويې څارنوالۍ ته معرفي شول.
login or register a new account.