کابل (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۸): د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کی یی یو سرتېری په غیر نظامي پېښه کې مړ شوی دی.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ۲۱ کلن سرتېري، پرون په بګرام پوځي اډه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
سرچینې زیاته کړې، دا سرتېری په غیر نظامی پېښه کې مړ شوی او په اړه یی پلټنې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې د یوه داخلي برید پرمهال دوه امریکایي سرتېری وژل شوي وو.
login or register a new account.