ژبه

صديقي: د امريکا او طالبانو د سولې د تړون هر بند مشروط دى

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ٩٨): د افغانستان حکومت د سولې پرمختګونو ته د فرصت په سترګه ګوري، وایي ولسمشر به په دې تړاو راتلونکې اوونۍ د سیاسي او غیر سیاسي ډلو له مشرانو سره د خبرو لړۍ پیل کړي.

له څه باندې یو کال راهیسې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. وروستي خبرونه ښيي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي پر کمولو سره سلا شوي، خو تر اوسه یې کومه هوکړه نه ده لاسلیک کړې.

د ولسمشر وياند صديق صديقي نن کابل کې خبریالانو ته وویل، د دولت مسوولیت دی چې خلکو ته د سولې بهیر په تړاو معلومات ورکړي او ولسمشر په دغه تړاو پرون د هېواد قول اردوګانو له قوماندانانو او یو شمېر والیانو سره ليدلي دي.

ده زیاته کړه، ولسمشر به دغه راز د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د سياسيونو، علماوو،  ځوانانو، ښځو، مدني ټولنو، رسنيو  او یو شمېر نورو سیاسي او غیر سیاسي ډلو له مشرانو سره هم په دې تړاو وګوري.

د هغه په وينا، له دې ناستو او ليدنو کتنو څخه موخه د سولې لپاره داخلي ملي اجماع رامنځته کول او د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه ورسره سلا مشورې کول دي.

ده وویل، چې افغان حکومت په اوربند ډېر زیات ټینګار کوي، خو د سولې وروستیو پرمختګونو ته د فرصت په سترګه ګوري او تر څنګ یې ښایي خطرات هم موجود وي چې افغان حکومت به یې پر وړاندې محتاطانه چلند وکړي.

صدیقی همدارنګه له طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په اړه وویل، چې وروسته له ليدنو به یوه ټول شموله هیئت و ټاکل شي، چې د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي.

هغه زیاته کړه:« موږ د تاوتریخالي کمښت پر پلان کار کوو، تر څو افغان ځواکونه باید څه وکړي.»

ده وویل، د افغانستان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان به په شاتګ نه کوي او د خلکو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره به هلې ځلې کوي.

د ده په خبره، افغان حکومت د سولې له هر اقدام څخه ملاتړ کوي. ده هيله څرګند کړې چې طالبان د سولې په برخه کې رښتیني وي، اوربند وکړي او له جګړو لاس په سر شي.

هغه زياته کړه، ولسمشر چې په ميونخ کې له امريکايي چارواکو سره ليدنې درلودلې، هغوى په ډاګه کړې چې له طالبانو سره دامريکا تړون مشروطه ده او ددغه تړون هېڅ بند له شرط پرته نه دى .

د صديقي په وينا، طالبانو منلې ده، چې له جګړې او تاوتريخوالي لاس اخلي او  د افغانستان ټولنه به مني.

login or register a new account.