ژبه

خلک: د ټاکنيز بهير پر پاى ته رسېدو خوښ خو پر لانجو اندېښمن يو

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : د يو شمېر ولايتونو ځينې اوسېدونکي د ټاکنو پروسې پر پاى ته رسېدو خوښ دي، خو وايي چې روانې شخړې او لانجې اندېښمن کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ماښام د روان کال د تلې په شپږمه د ترسره شوو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د دغو اعلان شوو پایلو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۴ نوماندانو له ډلې محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ رایې (د ټولو رایو (۵۰،۶۴ سلنه)، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه) او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

د پایلو له مخې، رحمت الله نبیل ۱.۸۶ سلنه خو پاتې نورو نوماندانو تر یو سلنه کمې رایې تر لاسه کړې دي.

د کندهار اوسېدونکي د ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی کوي او وايي که څه هم دغه چاره ډېره ځنډنۍ شوه خو دا چې دغه ولاړ حالت نور پای ته ورسېد خوښ دي. خو دوی د پایلو له اعلان وروسته وضعیت ته لا اندېښمن دي.

د کندهار ښار د درېيمې ناحیې اوسېدونکي محمد هارون پژواک اژانس ته وویل، د ټاکنو ټوله پروسه له ستونزو او کړکېچ سره مل وه چې د پایلو ځنډ خلک خپل برخلیک او د هېواد وضعیت ته اندېښمن کړي وو.

دی وايي، که څه هم د ټاکنو پایلې اعلان شوې او د دغې پروسې لومړی له ستونزو ډک پړاو بشپړ شو خو اوس یو بل پړاو ته داخلېږي چې هغه د پایلو نه منل، لانجې او ستونزې جوړول دي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی نصیر احمد وايي، له یوې خوا د ټاکنو پایلې له اوږده ځنډ وروسته اعلان شوې او بل خوا له دې اعلان سره د تېر په څېر یو ځل بیا اعتراضونه مل دي چې د دوی لپاره مایوسوونکې ده.

هغه پژواک ته وويل، له دغو اعتراضونو او کشمکشونو ښکاري چې هغوی خپلو شخصي ګټو په مخه کړي، د خلکو او وطن په کیسه کې نه دي. نوموړی زیاتوي، ټولې سیاسي ډلې او اشخاص د ټاکنو پایلې ومني او په لوی لاس د هېواد وضعیت نور هم پسې خراب نه کړي، هغوی باید ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي.

د کونړ ولايت يو تن مدني فعال قذافي مل وايي، چې د ټاکنو پايلو اعلان او پروسې بشپړېدو سره په هېواد کې حقيقي ولسواکۍ تحقق ومونده.

ده له ټاکنيزو کمېسيونونو مننه وکړه، چې خپل کار يې په پوره شفافيت ترسره کړ.

ددې ولايت بل اوسېدونکى قيام خيام وايي چې په هېواد کې ديموکراسي نوې ده، ځکه د ټاکنو پروسه له ستونزو سره مخامخ وه.

login or register a new account.