کابل (پژواک، ۳ کب ٩٨): د پژواک یوه انلاین نظرپوښتنه ښیي چې ۹۶ سلنه خلک، په افغانستان کې د ښکېلو خواوو له خوا د تاوتریخوالیو کمولو اوونۍ په پیل خوښ دي، خو څلور سلنه نور بیا دې پرېکړې ته د شک په سترګه ګوري.
د هېواد په کچه د تاوتریخوالي کموالی له تېرې شپې راهیسې پیل شوی چې یوه اوونۍ به دوام ولري.
ټاکل شوې چې د تاوتریخوالي اوونۍ په وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او بیا بین الافغاني خبرې پیل شي.
پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوکپاڼه کې له خلکو وپوښتل چې له دغه اقدامه خوښ دي او که نه؟
په شاوخوا دوو ساعتونو کې دې پوښتنې ته ۵۹۰۰ کسانو ځواب ویلی.
د نظرپوښتنې ۹۶ سلنه کسانو د تاوتریخوالیو پر کمېدو خوښي ښودلې ده.
بسم الله عالمیار لیکلی: «هو، ټول افغان ولس ورته خوشحاله دى، رب دې د واقعي او تلپاتې سولې پيلامه وګرځوي.»
سلیم وزیری لیکلي: «سل فيصده خوښ يو او له درې واړو ډلو مو هيله ده چې دايمي اوربند ټړون سره وکړې.»
محمد نعیم افغان هم یو له هغو کسانو دی چې د تاوتریخوالیو پر کمولو خوښ دی. هغه وایي: «د افغانانو د وینو تویولو لپاره هر قدم موږ سولې ته رسوي.»
خالق یار مهربان لیکلی: «څلوېښت کلنه جګړه پري ختميږي چي آزادی لاسته راځي چې انسان وژنه افغان وژنه او مسلمان وژنه ختميږي نو څوک به نه خوشحاله کيږي، له ټولو مهمه ده چي الله تعالی سولې ته خير ويلی.»
عزت الله کامران بیا وایي: «الله پاک دې وکړې چې دا د افغانستان آخرین جنگ وي، موږ دایمې اوربند غواړو.»
login or register a new account.