ژبه

ارغنديوال د سياستوالو ترمنځ د اختلافاتو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۵ کب ٩٨): عبدالهادي ارغنديوال په اوسنيو حالاتو کې د سياستوالو ترمنځ د اختلافاتو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه چې دوام به يې د سولې روان بهير له خنډ سره مخامخ کړي.

د ده په مشرۍ د حزب اسلامي دفتر نن کابل کې د لسګونو کسانو په ګډون د افغانستان د یرغل پر وړاندې د کابل ښاریانو د پاڅون او سرښندنې نمانځغونډه جوړه کړې وه.  

ارغنديوال پر پورتنيو څرګندولو سربېره وويل، تر بل هر وخت اوس مهال افغانان سولې ته اړتیا لري او هغه کسان چې په دغه بهیر کې خنډ جوړوي، له افغانانو سره لویه جفا ده او باید اجازه ورنه کړو چې د خلکو دغه ارمان له خنډ سره مخامخ کړي.

ده زياته کړه: «دا منم چې د ټاکنو پایلې په ځنډ سره اعلان شوې، خو اوس باید ټول نوماندان د کمېسیون پرېکړې ته احترام وکړي.»

د هغه په وینا، د جنګ او د اختلافاتو دوام به هېواد نور هم له ستونزو سره مخامخ کړي او له ټولو سياستوالو غواړي چې نور اختلافونو ته د پاى ټکی کېږدي.

ارغنديوال وايي: «د څلوېښتو کلونو په تېرېدو سره دغه بې اتفاقي اوس هم روانه ده او د حل لاره یې معلومه نه ده او خپل هېواد مو جوړ نه شو کړای، ټول خلک باید له شخصي غوښتنو او ګټو نه تېر او ملي ګټو ته ژمن شي.»

نوموړي د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په اړه وويل، پر افغانستان د شوري اتحاد له تېري وروسته د ‎کابل ښار اوسېدونکو د دې ښار په بېلابېلو برخو کې د خپلو کورونو پر بامونو، کوڅو او لارو کې د شوروي د یرغل خلاف په پراخو لاریونونو او مظاهرو لاس پورې کړ او ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته .

ده زیاته کړه، د افغانانو قوت او ایمان وښوده چې دوی په هر ډول ځواک برلاسي دي او دغه ورځ د الله اکبر په نوم مشهوره ده.

د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په مقابل کې د ١٣٥٨ کال د کب په ٣مه کابل ښاريانو لاريونونه او پاڅون وکړ. دغه راز د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٦مه د شوروي لښکرې له افغانستان څخه ووتلې.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان هم په دې غونډه کې وويل: «د افغانستان د خلکو په استازيتوب پر ټولو خواوو غږ کوم، چې نور اختلافات له منځه يوسئ.»

د هغه په خبره، که د سياسيونو او نورو مشرانو ترمنځ زغم او يو د بل منل نه وي، اوسنى ثبات به له منځه لاړ شي او سوله به له خطر سره مخامخ شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني له ټولو معتبرو رایو څخه د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

login or register a new account.