کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨):د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته د را پيدا شويو جنجالونو او شخړو په تړاو ناټو پر افغان سياسيو د ارامۍ او خبرو اترو ټينګار کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وروستيو پايلو کې اشرف غني ګټونکى اعلان کړى، خو عبدالله دا پايلې نه مني.
ډاکټر عبدالله چې ځان منتخب ولسمشر ګڼي، په هېواد کې يې د ټول شمول حکومته جوړولو اعلان کړى او د دوو ولايتونو لپاره يې تر اوسه واليان هم ټاکلي دي.
بلخوا د ولسمشر غني له خوا ديوه حکم له مخې، د لوړې د مراسمو لپاره د چمتووالي کمېسيون جوړ شوى چې ټاکل شوې ده، دا مراسم د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې دغو جنجالونو ته په کتلو د کب په ٥مه، په يوه ټويټ کې د افغان مشرانو ترمنځ پر ارامۍ، خبرو اترو او مذاکراتو ټينګار کړى دى.
نوموړي زياته کړې چې ټول اړخونه بايد سولې او ملي يووالي ته لومړيتوب ورکړي.
هغه په ټينګار سره ويلي:(( ناټو به د هغو اقداماتو هېڅ ډول ملاتړ ونه کړي چې په افغانستان کې جنجالونو او تاوتريخوالي باندې تماميږي.))
دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، سياسي او جهادي مشر استاد سياف د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د جنجالونو د هواري لپاره يې هلې ځلې پيل کړې او نن يې دواړو سره ليدلي دي.
login or register a new account.