کابل (پژواک، ۷ کب ٩٨): د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د ولسمشر غني له پروګرامونو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د افغانستان له ټولو سیاسیونو هیله کړې چې د سولې بهیر د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.
د ولسمشر ویاند دفتر څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، رولانډ کوبیا په دغې ليدنه کې ویلي: «له دې پیغام سره راغلی یم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ وکړم، ځکه دا د افغانستان د خلکو او ازادیو، ولسواکۍ، د قانون حاکمیت او د حکومت د ملاتړ او پیاوړتیا په معنا ده او د دې لپاره به اروپایي ټولنه د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ وي او زموږ مرستې به دوام ولري.»
سرچیني کاږي، په دغې ليدنه کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د ولسمشر غني له برنامو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د افغانستان له ټولو سیاسیونو هیله کړې چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.
د سرچینې په وینا، په دې ليدنه کې ولسمشر غني د اروپایي ټولنې د مرستو د دوام د ژمنې له تازه کولو مننه کړې او ویلي یې دي: «سوله زموږ د خلکو مهمه غوښتنه او د دولت لومړیتوب او مسوولیت دی او د دې لپاره مو ملي اجماع رامنځته کړې ده.»
ولسمشر زیاته کړې، د سولې ملي پروسه ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه یې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې کړې دي.
د ده په خبره، له یادو فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د ښه مدیریت لپاره حکومت پوره چمتووالې لري.
login or register a new account.