ژبه

 

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په لوړېدو د قزاقي اوړو، پاکستانۍ بورې، غوړیو او سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.

په دې اوونۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالرو بیه ۲.۷ سلنه، د سرو زرو بیه ۷.۳ سلنه او د ځینو خوراکي توکو بیې ۱.۶ سلنه ټيتې شوې دي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت پژواک ته وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۴.۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۸۱ افغانۍ کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د کب په درېیمه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۶.۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۳ افغانۍ بدلېدلې.

هغه په ډاګه کړه چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو لامل د تاوتریخوالي اوونۍ پيل او د طالبان او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک نېټې رانږدې کېدل دي.

په قطر کې د طالبان او امریکا ترمنځ د سولې له خبرو وروسته چې څه باندې یو کال یې دوام درلود، د تېرې شبنې په شپه له ۱۲ بجو وروسته په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیل شوه.

ټاکل شوې د روانې اوونۍ په پای کې نن د کب په لسمه طالبان او امریکا د سولې هوکړه لیک لاسلیک او ورپسې د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي او په پایله کې پر اوربند توافق وشي څو په افغانستان کې یوې دایمي سولې ته ورسېږي.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو د خوراکي توکو پر بیو هم اغېز کړی دی.

د کابل ښار د مڼدوي عمده پلورونکي محمد صمیم وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۹۶۰ څخه ۱۹۵۰، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۳۰ څخه ۱۵۰۰ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۲۴۰ څخه ۱۲۰۰ افغانۍ ته ټیټه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه چې نن د تېرې شنبې په څېر د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وریجو عمده بیه ۲۰۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په ځینو مواردو کې د یو شمېر توکو پرچون بیه له عمده بیې سره لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

login or register a new account.