ژبه

له هرو لسو کسانو اته وایي، د اورکم پر مهال یې ډېر د خوندیتوب احساس کاوه

کابل (پژواک، ۱۰ کب ٩٨): د پژواک انلاین نظرپوښتنه ښیي چې ۸۲ سلنه افغانانو د تاوتریخوالې کمولو په اوونۍ کې د ډېر خوندیتوب احساس درلود، خو ۱۸ سلنه نورو بیا په دې اړه نورې بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته له تېرې شنبې شپې تر تېرې شپې  په ټول هېواد کې د «تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ» وه.

ټاکل شوې چې نن د تاوتریخوالي اونۍ په پای ته رسېدو سره، طالبان او امریکا په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړي او وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پای کې پر اوربند توافق وشي، څو په افغانستان کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

پژواک خبری اژانس د راپور له مخې، د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې وسله وال بریدونه  ۹۵ سلنه کم شوي وو.

پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوکپاڼه کې له خلکو وپوښتل چې د تاوتریخوالې کمولو اوونۍ  څومره د  امنیت او خوندیتوب احساس کاوه.

په شاوخوا پنځو ساعتونو کې دې پوښتنې ته ۳۶۰۰ کسانو ځواب ویلی دی.

د ځواب ویونکو ۸۲ سلنه ویلي چې د تاوتریخوالیو د کموالې په اونۍ کې یې ډېر د خوندیتوب احساس درلود.

عبیدالله عبید لیکلي: «الحمدالله د اورکم او خوشحالې اوږنۍ وه چې په کامیابۍ پای ته ورسېده او الله  یې دې د تل پاتې سولې سبب و ګرځوي.»

ساحل ملاخېل هم بیا لیکلي: «الحمدالله اورکم په ټول هېواد کې د خوشحالۍ فضا رامنځته کړې وه، خدای دې په عمومې اوربند بدل کړي.»

خو  صدیق خاکسار لیکلي: «چندان خوندور خو نه وه، باید طالبانو په ښارونو کې او حکومت چارواکو په کلیو کې په ډاډه زړه تګ راتګ کړی وای.»

رسالت قیومي لیکلي: «په کابل کې د امنیت احساس کول سخت کار دی.»

عالم شینواري هم لیکي: «د تاوتریخوالي کموالي په اوونۍ کې ۱۹ میندې بورې شوې دي او په ټول کال کې ۱۹ خارجیان نه دي وژل شوي.»

login or register a new account.