کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه د افغانستان او امريکا ګډه اعلاميه د افغانستان له خاورې د امريکا او د هغوى د متحدينو امنيت ته ګواښ نه جوړېدل، له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش، د يوه ټول شموله مرکچي ټيم جوړول او تلپاتې اوربند باندې را څرخي.
په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت او امريکا متحده ايالاتو ګډه اعلاميه، نن شنبه په کابل کې د دواړو هېوادونو له خوا خپره شوه.
په دې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت چې د ملګرو ملتونو غړی دی او د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې له خوا د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی، دغه هېواد (افغانستان) او د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي چې په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه او دوامداره سولې د توافق لپاره به په ګډه کار کوي، څو دغه توافق د ټولو افغانانو د ګټې او د سیمه يیز ثبات او نړیوال امنیت سره د مرستې لپاره په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
د پراخ بنسټه او دوامداره سولې توافق به څلور برخې ولري:
۱- دا تضمین چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ډول نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد، د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ نه جوړوي.
۲- له افغانستانه د ټولو امریکايي او ايتلافي ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش.
۳- د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا د یوه ټول شموله مرکچي ټیم له لوري له طالبانو سره د خبرو اترو په نتیجه کې سیاسي توافق ته رسېدل.
۴- تلپاتی او پراخ بنسټه اوربند.
دا څلور برخې د یو بل اړوند او بل سره تړلې دي. تر کلونو جګړې وروسته سوله راوستل، د هغو ټولو خواوو د هدف څرګندونه کوي له خپلو ځانونو او ګاونډيانو سره د یوه سوله يیز، خپلواک او یو موټي افغانستان لپاره يې هلې ځلې کړې دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات له ۲۰۰۱م کال راهیسې په خپلو کې نږدې همکاري لري څو نړیوال امنیت او سولې ته د پېښو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او له افغان ولس سره د یوه امن، دیموکرات او روښانه راتلونکي په برابرولو کې همکاري وکړي.
دواړه هېوادونه خپلو اوږدمهالو اړیکو او هغو پانګونو ته ژمن دي چې په افغانستان کې د دیموکراتیکو نورمونو او د هېواد د یووالی د ساتني او خوندیتوب، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د اتباعو حقونو د ترویج لپاره، پر اړینو افغاني بنسټونو یې کوي.
دلته شوې ژمنې د همدې ګډو لاسته راوړنو پر اساس ممکنې شوي دي. افغان او امریکايې ځواکونه ګډ تعهد او اړیکې لري چې د کلونو د زیاتو قربانیو او زوړتیا په نتیجه کې ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.