کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې اورکم ته دې دوام ورکړي او هم دې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي؛ له بلې خوا ملا برادر بيا وايي، له افغانانو سره د سولې خبرو ته چمتو دي.
امریکا او طالبانو د سولې تر اوږدو خبرو وروسته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه، نن قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر مهال وویل: «طالبان که چېرته سوله غواړي، نو ثابته دې کړي او د اورکم بهیر ته دې دوام ورکړي.»
ده زیاته کړه، اوس یې وخت دی چې طالبان د سولې په اړه خپل عملي ګام واخلي، له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پرې او د داعش پر وړاندې دې مبارزه وکړي. دغه رازى هغوى تر وروسته له افغان حکومت، د افغانستان له خلکو، مدني فعالانو سره خبرې پیل کړي.
پامپیو همدارنګه وویل: «موږ چې کوم هدف ټاکل و، هغه ته به ورسیږو، نه غواړو بریا اعلان کړو، مګر بریا هغه وخت اعلانېدای شي چې افغانستان کې تلپاتې سوله واوسي. غواړو افغانستان د یو متحد او اباد هېواد په توګه بدل شي.»
د هغه په خبره، د ۲۰۲۰ کال افغانستان د ۲۰۰۱ کال افغانستان نه دی، ځکه ډېر ماشومان او نجونې ښوونځیو ته ځي او حالت بشپړ بدل شوى دى.
د طالبانو د قطر سیاسی دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر هم په دوحه کې د ننني تړون د لاسلیک پر مهال وویل، د دغه تړون لاسلیک د افغانانو او نړیوالو په ګټه دی.
هغه له جزئیاتو پرته وویل: «موږ د دغه تړون تعهداتو ته ژمن یو او له ټولو هېوادونو سره به ښې اړیکې ولرو.»
ده هيله څرګند کړه چې د دغه تړون لاسلیک سره به بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او افغانان به د اسلامي نظام په سيوري کې ژوند وکړي.
برادر وویل، دوی چمتو دي چې له افغانانو سره د سولې خبرې پيل کړي.
دغه تړون نن د دوحې ښار په شراتون هوټل کې چې له شاوخوا تېر يوه نيم کال راهيسې په کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملاعبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.
په دغو مراسمو کې د شاوخوا ٣٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، ځانګړو استازو، سفیرانو او د ډېرو نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.
login or register a new account.