ژبه

د سولې هوکړې ۶۵ سلنه افغانان د هېواد ښې راتلونکې ته هیله من کړي دي

کابل (پژواک، ۱۱ کب ٩٨): د پژواک انلاین نظرپوښتنه ښیي چې ۶۵ سلنه افغانان د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې هېواد کې د سولې ټینګښت او ثبات ته هیله من کړي، خو ځینې نور لا هم په دې اړه اندېښنې لري.  

امریکا او طالبانو د سولې له اوږدو خبرو وروسته، افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه پرون په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړ. ټاکل شوې د کب په شمله د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي. 

پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوکپاڼه کې له خلکو وپوښتل چې د سولې له یادې هوکړې سره به افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي او که څنګه؟

په شاوخوا پنځو ساعتونو کې دې پوښتنې ته ۶۱۰۰ کسانو ځواب ویلی دی.

له دغې ډلې نږدې څلور زره کسانو ویلي چې له دې هوکړې سره به افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي، خو څه باندې دوه زره کسانو بیا ویلي چې د سولې هوکړې هېواد کې د امنیت او ثبات ټینګښت ته نه دي هیله من کړي.

حبیب شیخیوال لیکلي:«زماپه نظر د سولې لپاره د دغه تړون لاسلیک یوه ښه ګام دی چې واخيستل شو، اوس خبره د افغانانو ده چې خپل منځ کې سره جوړ شي او معلومه به شي چې داوړه خواوې څومره ملي ګټو ته ژمنې دي.»

حیات عظیم لیکلي:« هو، خو یو بل ته په بښنې سره دا چې مخکې څوک په حقه وه یا نه وه حساب یې له خدای (ج) سره دی، او چا چې جهاد وکړ  الله (ج) به یې بدله ورکړي او چا چې خنډونه هم جوړول سزا به یې وویني.»

داد مولا باور بیا وایي:«موږ د يوې ذرې په اندازه چې د سولې لپاره کوم کار وګورو هر کلی يې کوو، ان شاءالله چې تل پاتې سوله به راشي.»

خو ځیني کسان بیا د دغه تړون د پایلو په اړه اندېښمن دي او بېلا بېلې څرګندونې یې کړې دي.

حکمت الله اقرار لیکلي:« فکر نه کوم [چې سوله او ثبات دې راشي] ځکه دلته د امریکا نولس کلن ماموریت د څه لپاره و؟ دومره بوجۍ بوجۍ ډالر د څه لپاره و؟ ایا دومره په اسانه به دغه ماته قبوله کړي؟.»

ځلاند اندړ د پژواک د پوښتنې په ځواب کې لیکي :« د پاکستان په شتون کې دا ورځ ما ته توره ورځ ده، هيڅ هېله نه ورته لرم، برسېره پر دې چې هيله ورته ولرم نا هیلی یم ورته او د يوې بلې غميزې پيلامه راته ښکاري، ځکه تر څو چې د پاکستان په نوم هېواد موجود وي، موږ به د ارامۍ  ساه وا نه خلو.»

فواد نګار یو بل تن هم لیکلي:« نه ! ځکه چې کېدای شي د طالبانو پروژه ختمه شوې وي او کومه نوې پروژه به شروع کیږي.»       

login or register a new account.