کابل (پژواک، ۱۷ کب ٩٨): د «وحدت اسلامي مردم افغانستان» او «وحدت اسلامي» ګوندونو مشران د عبدالعلي مزاري پر یادغونډه برید د پوښتنې وړ بولي او له نړیوالې ټولنې او افغان حکومته یې د جدي څېړلو غوښتنه کوي.
تېره ورځ د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د وحدت اسلامي ګوند مشر عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه وسله وال برید وشو.
د عامې روغتيا وزارت وایي، په دغه بريد کې ٣٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٨١ نور ټپيان دي.
داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخستی دی.
د «وحدت اسلامی مردم افغانستان» ګوند مشر محمد محقق او د «وحدت اسلامی افغانستان» ګوند مشر محمد کریم خلیلي نن په کابل کې یوه ناسته کې د دغه برید پر جدي څېړلو ټینګار وکړ.
محمد محقق نن د پروني برید په تړاو جوړه شوې ناسته کې وویل: «د خلکو پر وینو لوبې کول یوه فاجعه ده او د دې پېښې د څېړنې لپاره باید د بېلابېلو ټولنو د غړو په ګډون یو پلاوی و ټاکل شي، څو دغه پېښه له هر اړخه وڅېړي.»
ده وویل، په دغه پلاوي کې باید د ولسي جرګې، اجرائیه ریاست، د ولسمشرۍ ماڼې او د پرونیو مراسمو د جوړوونکي ټیم غړي ګډون ولري.
د نوموړې په وينا، حکومت باید د یاد برید له امله ماتم اعلان کړی وای.
محقق زياته کړه: «د ارګ ځینو پلویانو د دې پېښې په اړه ویلي وو چې ولې یې په دې تړاو غونډه جوړه کړې وه او ولې یې مشران نه دې وژل شوي.»
هغه ادعا وکړه، چې کېدای شي د دغه برید اصلي ريښه له هېواده بهر وي خو وایي چې په دغه برید کې د کورنیو لاسونو شتون هم له پامه نه شي غورځولای.
محقق وویل: «د پنجشنبې په ورځ د کابل امنیه قوماندان له امنیتي ځواکونو څخه غوښتي و چې په سيمه کې شاوخوا ودانۍ تلاشي کړي، خو د ځینو نورو امنیتي کسانو له خوا یې مخه نیول شوې وه، ویلي یې وو چې دلته هېڅ ډول ستونزه نشته او وروسته برید له همدغه ځایونه څخه پیل شو.»
ده زياته کړه چې حکومت او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره دغه پېښه وڅېړي او په اړه یې خلکو ته معلومات ورکړي.
login or register a new account.