ژبه

د کابل قره باغ کې يو سرتېرى ووژل شو او درې ټپيان دي

کابل (پژواک، ۱۷ کب ٩٨): د کابل مسوولين وايي، د دې ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر بريد شوى چې په يو تن په کې وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنيف صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په ٣:٤٠ بجو د قره باغ په قلعه نصرو سيمه کې وسله والو د امنيتي ځواکونو پر يوه رينجر وسله وال بريد کړى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د يوه ټولي د قومندان يو ساتونکى پوليس وژل شوى، هغه او دوه نور ساتونکي يې ژوبل دي.

د ده په وينا، دغه قومندان دوه ورځې مخکې نوى په همدې دنده ګومارل شوى و.

د پېښې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.