کابل (پژواک، ۱۹ کب ۹۸): ډاکتر عبدالله عبدالله د جلا مراسمو پر ترڅ کې د «ولسمشر» په توګه په سپېدار ماڼۍ کې د ژمنتیا لوړه وکړه.
په دغو مراسمو کې چې نن وروسته له ماسپښینه په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شول، یو شمېر دولتي چارواکو، جهادي مشرانو، د ملي شورا د ناستو یو شمېر غړو، د کابینې غړو، د هېواد د وسله وال پوځ افسرانو او یو شمېر دولتي مامورینو ګډون درلود.
ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه دیني عالم او عالي شورا غړي مولوي شهزاده شاهد پر وړاندې د ژمنتیا لوړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې ډاکتر اشرف غني هم د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهور د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
login or register a new account.