ژبه

د کورنيو چارو وزارت: طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې٣٢ بريدونه کړي

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ١٥ ولايتونو کې ٣٢ ترهګريز بريدونه کړي دي.

ددغه وزارت وياند نصرت رحيمي د کب په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو ددې بريدونو په پايله کې دوه ملکي وګړي او پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي ، ١٦ ملکيان او ١٢ سرتېري ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړې چې په دغه موده کې د هېواد ملي امنيتي ځواکونو له ځانه ددفاع په موخه اته وسله وال وژلي او په کندهار کې يو تن ځانمرګى بريدګر له بريده مخکې و وژل شو.

د يادونې ده، چې د کب په ١٠مه، د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون تر لاسليکه مخکې يوه اوونۍ د تاوتريخوالي کمولو لپاره ځانګړې شوې وه، چې تر ډېره بريده پرې عمل وشو.

افغان حکومت او ا مريکا وايي، د تاوتريخوالي کمول بايد دوامداره پاتې شوي واى، خو پر ياد تړون تر لاسليک وروسته طالبانو پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو نه کولو، خو پر افغان ځواکونو يې د بريدونو کولو اعلان وکړ.

ولسمشر اشرف غني پرون د لوړې په مراسمو کې وويل چې نن به د طالب بنديانو د خوشې کولو يو فرمان صادر کړي چې ورسره به تاوتريخوالي کې د پام وړ کموالى راشي.

login or register a new account.