کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٨) : ولسمشر اشرف غني ديوه فرمان له مخې، د حکومت اجراييه رياست د کب له ١٩مې نېټې څخه لغوه کړى دى.
د ١٣٩٤ لمريز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې تر جنجالونو وروسته د امريکا په منځګړيتوب د اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د يوه جوړجاړي له مخې اجراييه رياست جوړ شوى و او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې خپل فعاليتونه پر مخ وړل.
د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي د کب په ٢١مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د ولسمشر د لوړې تر مراسمو وروسته د ملي يووالي حکومت او اجراييه رياست له منځه تللى دى.
پژواک اژانس د ولسمشر اشرف غني ددغه فرمان چې پنځه مادې لري يوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.
د ولسمشر د فرمان په لومړۍ ماده کې چې د اساسي قانون د پنځمې مادې ددويمې فقرې له مخې، د اصلاحاتو، ښې حکومتدارۍ سيستم او ملي برنامو د تطبيق په موخه اجراييه رياست له منځه وړل شوى دى.
د ولسمشر د فرمان په دويمه ماده کې راغلي چې د اجراييه رياست او وزيرانو شورا د رامنځته کېدو او نورو مقرريو په اړه ټول صادر شوي فرمانونه او احکام د کب له ١٩مې نېټې څخه بې اعتباره دي.
ددې مادې په دويم بند کې راغلي چې ټولو دولتي ادارو ته د پخواني اجراييه رياست او وزيرانو شورا له خوا استول شوي مکتوبونه بې اعتباره دي.
په درېيمه ماده کې راغلي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره بايد له قانون سره سم د اجراييه رياست او وزيرانو شورا کارکوونکو ته په نورو ادارو کې چېرته چې کمبود او اړتيا وي، ځاى پر ځاى کړي.
ددې مادې په دويم بند کې راغلي ، هغه دولتي ادارې چې خپل کارکوونکي يې پخواني اجراييه رياست او د وزيرانو شورا ته خدمتي معرفي کړي وو، بېرته په خپلو اصلي بستونو کې ځاى پر ځاى کړي.
د ولسمشر ددې فرمان په څلورمه ماده کې راغلي چې ټولې نظامي او امنيتي ادارې چې د اجراييه رياست او وزيرانو شورا د چارواکو او مسوولينو لپاره يې خپل پرسونل، وسايط او وسايل او نور امتيازات ورکړي وو، ددې فرمان له خپرېدو سره سم لغوه دي، ادارې مکلفې دي چې خپل پرسونل او وسايل بېرته ترلاسه او کارکوونکي بل چېرې ځاى پر ځاى کړي.
ددې مادې په دويم بند کې راغلي چې د رجال برجسته رياست دې د پخواني اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د امنيت د څرنګوالي په اړه تر ارزونې وروسته خپل پيشنهادات وړانديز کړي.
په بل بند کې راغلي چې د ماليې وزارت دې د اجراييه رياست او وزيرانو شورا لپاره تخمين شوې بوديجه تعديل او له اصولو سره سم ددولت بوديجې ته طي مراحل کړي.
login or register a new account.