ژبه

د کابل شمال کې پنځه کلي له لسیزو راهیسې دولت ته ګواښوونکي دي

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۹۸): د پلازمېنې کابل په شمال کې پراته پنځه کلي له تېرو څلورو لسیزو د دولتي او بهرنیو ځواکونو او نورو دولتي کارکوونکو لپاره په دغه سیمه کې تر نورو ډېر ناامن او ګواښوونکي دي.

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند د «قلعه نصرو» او د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند د «باریکاب، قلعۀ دشت، سبزسنګ او نوپله» یاد کلي دي.

قلعه نصرو، باریکاب او قلعۀ دشت په یوه سیمه کې موقعیت لري، خو سبزسنګ او نوپل کلي د یادو درېیو کلیو په شاوخوا یو کیلومترۍ کې موقعیت لري.

دغه کلي چې ډېر د انګورو باغونه لري او د کابل ـ شمال لویه لاره هم په کې تېرې شوې ده، د کابل ښار په شاوخوا دېرش کیلومترۍ کې پراته دي. دغه راز دغه کلي د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو سترې پوځي اډې «بګرام» ته هم نږدې موقعیت لري.

د قلعه نصرو کلي یو قومي مشر ملا عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سيمه د ګڼو باغونو تر څنګ څلورو خواوو ته د وتلو یا شاتګ ډېرې لارې لري؛ نو ځکه له شاوخوا څلورو لسیزو د دولت وسله وال مخالفین په دغه سیمه کې د دولتي او بهرنیو ځواکونو پر کاروانونو بریدونه کوي. 

د هغه په خبره، دغه سيمه بګرام هوایي ډګر، د کابل - بګرام نوي سړک او د کابل - شمال لویې لارې ته نږدې ده، نو ځکه د دولت وسله وال مخالفین کولای شي هم د بګرام پر اډه او هم د دولتي ځواکونو او د بهرنیانو پر هغو کاروانونو بریدونه وکړي چې پر دغو سړکونو تېریږي.

 پخواني شوروي اتحاد، په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان کې د خلق او پرچم ګوندونو د واکمنۍ په ملاتړ پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، خو ۱۳۶۳ کال کې وتلو ته اړ شول.

ملا عبدالرحمن وایي:«د روسانو په وخت کې به هم له کوه صافي، غوربند او نورو ځایونو مجاهدین دلته (قلعه نصرو او شاوخوا کلیو) ته راتلل او په روسانو به یې له همدې ځایه د بریدونو او عملیاتو پلانونه طرحه کول او بریدونه به یې کول.»

ده وویل:«روسانو به تل ویل چې دوی په ډېرو سيمو کې ډاډه ګرځي، خو کله چې د قلعه نصرو او قره باغ سيمې ته را نږدې شي ډېر ډارېږي؛ ځکه دلته به د روسانو پر هر کاروان برید کېده.»

د هغه په وینا، په تېرو نږدې دوو لسیزو کې هم طالبان له دغې سیمې پر بهرنیو او دولتي ځواکونو بریدونه کوي؛ ځکه له پخوا په دغه سيمه کې د طالبانو ملاتړي خلک ډېر دي.

عبدالرحمن وایي، سره له دې چې په دغه سيمو کې امنيتي پوستې شته، خو اوس هم وخت نا وخته له یادې سيمې په بګرام کې د امریکایي ځواکونو پر اډې توغندي ویشتل کیږي او په سیمه کې پر دولتي کاروانونو هم بریدونه کیږي.  

دی وایي چې قلعه نصرو، باریکاب، قلعه دشت، نوپله او سبزسنګ له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د کابل په شمال کې د دولتي او بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ناامني سیمې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع