کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازي وايي چې د بنديانو په اړه يواځې د افغانستان حکومت په خپلواکه توګه پرېکړه کولى شي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د طالبانو د هغه دريځ ملاتړ کړى چې له امريکا له سره په تړون کې د بنديانو خوشي کولو خبره شوې وه.
خو هغه زياته کړې، د دې يادونه هم باید وشي چې د افغانستان حکومت د دغه تړون برخه نه و او د بنديانو خوشي کولو په برخه کې يې هېڅ ډول ژمنه نه ده کړې.
کوبيا ويلي: ((د طالبانو بنديان د افغانستان له حکومت سره دي او افغان حکومت په دې اړه د خپلواکې پرېکړې کولو حق لري.))
د يادونې ده، د کب په ١٠مه نېټه په قطر کې دا مريکا او طالبانو ترمنځ په لاسليک شوي تړون کې د بنديانو د خوشې کولو خبره شوې وه، خو په لومړي سر کې ولسمشر غني د بنديانو له خوشې کولو انکار وکړ او ويې ويل چې په دې اړه يې کومه ژمنه نه ده کړې.
خو څو ورځې مخکې ولسمشر د يوه فرمان له مخې په مشروط ډول د زماني جدول له مخې د بنديانو خوشي کولو اعلان وکړ، خو طالبان په يو ځاى د پنځو زرو بنديانو خوشي کول غواړي چې له امله يې دا پروسه اوس ځنډېدلې ده.
بلخوا د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل ويلي چې د سولې د پروسې د پر مخ وړلو په موخه يې يو نوى ميکانيزم وړانديز کړى دى.
هغه د کب په ٢٤مه په ټويټر کې ليکلي، طالبان بايد پر دغه ميکانيزم له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړي، څو يوې حل لارې ته ورسېږي، بنديان خوشي او د سولې پروسه پر مخ ولاړه شي.
طالبانو تر اوسه د نوموړي د وړانديز په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.