کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د طالب بنديانو پر فهرست بيا کتنه کوي، څو ډاډه شي چې هغوى بيا د جګړې ډګر ته نه ګرځي.
د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې پروسې په رڼا کې د خوشي کېدونکو طالب زندانيانو پر فهرست بيا کتنه کېږي.
هغه زياته کړې چې افغان حکومت د سولې له فرصته د ګټې اخيستنې لپاره يو نوى ميکانيزم هم وړانديز کړى دى.
د فيصل په وينا، د دغه ميکانيزم له مخې، حکومت ځان ډاډه کول غواړي چې د سولې په نوم خوشي کېدونکي کسان بيا د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي.
ټاکل شوې وه چې پرون د شنبې په ورځ د طالب زندانيانو لومړۍ ډله خوشې شي، خو د خوشي کولو پر ميکانيزم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له امله دغه کار ځنډېدلى دى.
ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د طالب بنديانو د بښلو او خوشي کولو پر يو فرمان لاسليک کړى و.
د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، کوم بنديان چې د دغه فرمان له مخې خوشي کوي، اړ دي چې په ليکلي ډول بېرته د جګړې ليکو ته د نه تګ ژمنه وکړي.
په دغه ماده کې زياته شوې، د دغه فرمان له مخې چې ياد بندیان د بايومټريک له درېيو پړاوونو تېرېدو وروسته خوشې کېږي.
د ولسمشر د فرمان په دويمه ماده کې راغلي چې د حسن نيت په موخه د طالبانو د ١٥٠٠ بنديانو د خوشي کولو لړۍ د روان لمريز کال د کب له ٢٤مې پيلېږي او هره ورځ به ١٠٠ تنه بنديان د هغوى د عمرونو، روغتيايي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتلو سره خوشې کېږي.
د فرمان په درېيمه ماده کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه مذاکراتو پر مهال په هرو دوو اونيو کې به ٥٠٠ بنديان چې ټول يې ٣٥٠٠ کېږي، په دې شرط خوشې کېږي، چې په تاوتريخوالي کې د پام وړ کموالى راشي.
د يادونې وړ ده، چې دامريکا او طالبانو ترمنځ ( په افغانستان کې دسولې راوستلو) تړون د کب په ١٠مه، په قطر کې لاسليک شو.
د دغه تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو له دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشي او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
login or register a new account.