ژبه

تازه خبرونه
حکومت له طالبانو سره د افغان دولت د بندي زندانیانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٨): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د کرونا ویروس خپرېدو ته په پام له طالبانو سره د افغان دولت د بندي زندانیانو د روغتیایي وضعیت او د هغوی د ساتلو د شرایطو په اړه اندېښمن دی.

دغه مطلب د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.

سرچينه زياتوي، په داسې حال کې چې نړیوال بې طرفه بنسټونه په منظمه توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت له زندانونو لیدنه کوي او دولت د زندانیانو لپاره اړینې مراقبتي تابیاوې هم په پام کې لري، له طالبانو غواړي چې د ورسره بندیانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدو ترڅنګ نړیوالو بې طرفه بنسټونو ته زمینه برابره کړي ترڅو د دغو زندانیانو د روغتیایي وضعیت او د ساتلو د شرایطو  او له کرونا او نورو ګواښوونکو ناروغیو  څخه د خوندي ساتلو په اړه یې وضاحت رامنځته شي.

د ملي امنيت شورا بيا نن وويل، د زندانيانو د روغتيايي حالت په اړه د سره صليب له نړيوالې ادارې سره په ګډه له نږدې کار کوي.

د امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د کب په ٢٦مه په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې حکومت له کوم امتياز پرته په بګرام او څرخي پله زندانونو کې هغوى ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

خو هغه زياته کړې چې د بنديانو د ستونزو اصلي هوارى په درملنې نه، بلکې د سولې له پروسې سره د طالبانو سمې او مثبتې همکارۍ سره کېږي.

حکومت په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې پرون وسله والو طالبانو د افغانستان په حکومتي زندانونو کې د کرونا ويروس د خپرېدو او د زندانیانو د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې ويلي چې حکومتي زندانونو کې د زندانیانو د ګڼ شمېر له کبله د کرونا وېروس خپرېدل لوی ناورين رامنځه کولی شي.

login or register a new account.