کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل او ځينو ولايتونو کې ١٥٠ کسان د احتکار او په لوړه بيه د توکو د پلورلو په تور نيول شوي وو.
په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو او وضعیت څخه په ناسمې استفادې د شرکتونو سوداګرو او دوکاندارانو د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د کب په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کسان د ولايتونو د ښارواليو له لوري نيول شوي وو.
خو هغه زياته کړه، چې له دې کسانو څخه ليکلې ژمنې واخيستل شوې، چې بيا به داډول کړنې نه ترسره کوي او په ضمانت سره خوشې شول.
بلخوا په ولايتونو کې يې هم د ګران بيه خرڅوونکو او احتکار کوونکو پر ضد جدي اقدامات پيل کړي دي.
د کندهار امنيه قوماندانۍ او ښاروالۍ په کندهار ښار کې د خوراکي توکو ۸ شرکتونه وتړل چې توکي یې په لوړه بیه پلورل او احتکار یې کاوه.
د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ولي محمد عسکر پژواک ته وويل چې له ښاروالۍ سره په ګډه یې د بیو د کنټرول هڅې پيل کړي او همدا نن یې ۸ داسې شرکتونه وتړل چې په لوړه بیه یې توکي پلورل.
ده وویل، هغه سوداګر او دوکاندارن چې په لوړه بیه توکي پلوري، د جزا کوډ د ۸۰۰ مې مادې له مخې یې شرکتونه او دوکانونه تړل کېږي او قانون ته سپارل کېږي.
بلخوا د ننګرهار د والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ مسوولينو د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هیڅ ډول خوراکي توکو له کمبود سره به نه مخ کیږي .
والي په يوه خبري غونډه کې وويل، په ګودامونو کې د پراخه توکو د شتون له امله هیڅ ډول د خوراکي توکو ل کمبود سره به نه مخ کیږي او هیله یې وښوده چې د ډیرو توکو اخیستو پر ځای دې یواځې د ضرورت وړ توکي واخیستل شي .
نوموړی زياته کړه، د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول په موخه یې له تېرې ورځې راهیسې کمپاین پیل کړی،ګڼ شمیر هټۍ او سرایونه یې مهرلاک او توکي یې لیلام کړي،همدا راز یې خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې په پراخه کچه خوراکي توکې شته،د احتکار مخه یې نیولې او هغه چې سرغړونه وکړي،د هټۍ توکي یې ضبطیږي او د ګمرک له لارې یې لیلام ته ورکوي او له هټیوال سره یې د قانون له مخې چلند ترسره کیږي .
د سوداګرو په استازیتوب ډاکټر مخلص خلکو ته ډاډ ورکړ چې د تورخم لارې تړل کېدل د دې ولایت د خوراکي او نورو توکو په کمښت هیڅ ډول اغېره نه کوي، له دې سربېره چې په ډیپوګانو کې په زیاته کچه توکي لري،لا یې هم مالونه را لیږدول کیږي .
login or register a new account.