ژبه

د چین ولسمشر او د نړیوال بانک  مسوول  ولسمشر غني ته مبارکي ویلې

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د چین ولسمشر او د نړیوال بانک ګروپ مشر د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني ته د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو مبارکي ویلې او له افغانستان سره يې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني ته د جمهور رئیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د چین د جمهوررئیس شي جین پینګ د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

سرچينه زياتوي، په دې پيغام کې زياته شوې: "اوس د افغانستان د سولې او بیارغونې پروسه په حساسو شېبو کې قرار لري او زه باوري یم چې ستاسې تر رهبرۍ لاندې به افغان ولس په وحدت او یووالي سره وکولای شي چې پر ستونزو بریالی شي او ژر به دایمي امنیت او پایداره انکشاف ته ورسېږي."

ده زياته کړې، د چین ولسي جمهوریت ستاسو د دوست، ګاونډي او ستراتيژیک شریک په توګه غواړي له افغانستان څخه په ټولو امکاناتو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دى وايي، "په وروستیو کلونو کې د چین او افغانستان ستراتيژیک مشارکت له محرکې قوې څخه برخمن دی او زه په دې برخه کې ستاسې هڅې او فعاله ونډه ستایم."

نوموړي د خپل لیک په پای کې لیکلي، د چین او افغانستان د اړیکو ارزښت ته په کتو غواړي له ولسمشر غني سره ګډ کار وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د دواړو هېوادونو د ولسونو د ګټو په خاطر یوه نوي پړاو ته ورسوي.

له بلې خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، د نړیوال بانک ګروپ په استازیتوب د ډیویډ مالپاس د مبارکۍ په دغه پیغام کې هیله څرګنده شوې چې د ولسمشر په توګه د غني بیا ټاکل کېدل، په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د سولې او هوساینې د هڅو د غښتلې کېدو لامل شي.

په دغه لیک کې راغلي چې د نړیوال بانک ګروپ له افغانستان سره په مالي او تخنیکي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، څو افغانستان د اقتصادي ودې او بېوزلۍ کمولو په برخو کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي.

په یاد پیغام کې لیکل شوي: «د افغانستان د بیارغاونې صندوق چې د نړیوال بانک له لوري اداره او ګڼ ملاتړ کوونکي یې تمویلوي، تمه کړې چې تاسو سره په ګډه د ژمنو تازه کولو راتلونکی کنفرانس چې د روان میلادي کال په پای یا د ۲۰۲۱ کال په پیل کې به جوړ شي، کار وکړي.»

login or register a new account.