کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٩) : د ملي دفاع وزارت د کومانډو ځواکونو د پنځم کنډک قوماندان جګړه عبدالقادر په رڼا ورځ په کابل ښار کې ترور شو.
د کابل دامنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون تر غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو د کابل ښار د پنځلسمې حوزې مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د يادې حوزې په پنجصد فاميليو سيمه کې يوه نامعلوم وسله وال تن د تمانچې په ډزو جګړه عبدالقادر ويشتى او وژلى دى.
نوموړى وايي چې پېښه تر څېړنو لاندې ده.
د جګړن قادر د کورنۍ يو تن غړي سعيد شينواري پژواک اکژانس ته وويل چې هغه د ٢٤ ولايتونو لپاره د کومانډو ځواکونو د پنځم قوماندان او اکثره يې شپني عمليات ترسره کول.
نوموړي زياته کړه چې د وسله والو طالبانو لومړى زندان هم ده مات کړى و.
شينوراي وويل چې د هغه جسد نن ننګرهار ولايت ته ولېږدول شو او ټاکل شوې چې د ورځې په اوږدو کې يې د جنازې او تدفيق مراسم ترسره شي. ؛
د هغه د وژلو مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.