ژبه

ولسمشر غني یاماموتو ته د مډال ورکولو ترڅنګ له هغه سره مخه ښه وکړه

کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د مخه ښې کتنې پر مهال د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

له ارګه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غنې نن په ارګ کې د ‎ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني یاماماتو ته د هغه د ارزښتمنو هڅو د قدردانۍ لپاره د سید جمال الدین نښان ورکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د مخې ښې په دې کتنه کې ویلي: «تاسې له افغان ولس او خلکو سره د همکارۍ لپاره خپل مسوولیت ادا کړ او د افغانستان له نظام سره مو یو ځای د تلپاتې ودې او پرمختګ، د بشري حقونو د لازیات خوندیتوب او د سولې او امنیت د ټینګښت په برخو کې کار او هڅې وکړې.»

په دې ليدنه کې تادامیچي یاماموتو په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه او د افغانستان نوي حکومت ته یې په بېلابېلو، په ځانګړي ډول خلکو ته د خدمت کولو او سولې پروسې د پر مخ بيولو په برخو کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

یاماماتو په افغانستان کې د څه باندې پنځه کلن ماموريت له بشپړولو وروسته پرون په یوه پیام کې هيله مندي ښودلې وه چې روان ۲۰۲۰ ميلادي کال به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې بېرته راګرځېدو کال وي.

login or register a new account.