کابل (پژواک، ٥ ورى ٩۹): د ترکمنستان ولسمشر وايي، له افغانستان سره خاص روابط غواړي، د دواړو هېوادونو له ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو څخه راضي دی او ځانګړی ارزښت ورکوي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټلیفوني تماس له لارې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د نوروز او نوي لمریز کال مبارکي وویله او د دوی په زعامت یې د ترکمنستان د خلکو د خوښۍ او هوساینې لپاره د برنامو د عملي کېدو هیله وکړه.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د ترکمنستان د بې طرفۍ کنفرانس د ترسره کېدو هیله څرګنده او زیاته يې کړه، موږ د ټاپي پروژې لپاره ټول ترتیبات نیولي او همدارنګه د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا د ټرانزیټ په برخه کې هم همکارۍ ته چمتوو یو.
ده وویل، اقینې او تورغونډۍ بندرونو ته ځانګړې پاملرنه لري او نوره پانګونه به هم ورباندې وکړو. اقینې بندر کې به تاسیسات او اسانتیاوې زیاتې کړو او موږ غواړو چې د راکړې ورکړې او سوداګرۍ اسانتیاوې دوامدارې او زیاتې شي.
ده زياته کړه، کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د صحي تدابیرو ترڅنګ هڅه کوو چې زموږ سوداګري ښه تنظیم او لا زیاته شي.
په دغه ټيلېفوني مکالمه کې قربانقلي بردي محمدوف جمهور رئیس غني ته په خطاب کې وویل: “ګران وروره مننه چې ټلیفون مو وکړ او تاسو ته یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په توګه د بیا انتخابېدو مبارکي وایم او د بریا هیله درته کوم. زموږ همکاري، دوستي او وروي به ادامه ولري او لا به زیاته شي.”
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، د دواړو هېوادونو له ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو څخه راضي دی او ځانګړی ارزښت ورکوي.
هغه زیاته کړه، غواړو له افغانستان سره خاص روابط ولرو. ټاپي، ټاپ او اپتیک فایبر لويې پروژې زموږ په روابطو کې خاص ځای لري.
نوموړي د ټاپي پروژې په برخه کې د افغانستان د حکومت اقداماتوڅخه په مننې کولو سره وویل، د ترانسپورټ، ترانزیټ او انرژۍ په برخو کې به خپلې همکارۍ زیاتې کړو. د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره به په ورېښمو لار چې د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او اروپا سوداګریزه لاره ده، ګډ کار وکړو.
قربانقلي بردي محمدوف په تورغونډۍ او اقینه بندرونو کې د پانګونې او تاسیساتو په موخه د جمهور رئیس غني د طرحې هرکلی وکړ او ويې ویل، د هرات له لارې به زموږ د انرژۍ د لېږد پروژه عملي او زموږ همکارۍ لا زیاتې شي.
نوموړي وویل، کرونا خطرناکه ستونزه ده او د مخنیوي لپاره یې باید ګډ کار، مبارزه او اقدامات وکړو او په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو.
هغه له جمهوررئیس غني څخه د ترکمنستان د بې طرفۍ کنفرانس کې د ګډون د اعلان له امله مننه وکړه او ويې ویل، ستاسو حضور او د سولې او سیمه ییزو همکاریو او ثبات په برخه کې ستاسو نظریات موږ ته ځانګړی ارزښت لري.
جمهور رئیس غني کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته د ترکمنستان چمتووالي څخه په مننې کولو سره وویل: “ستاسو له اقتصادي طرحو سره موافق یو، د ترکمنستان بې طرفي به نمانځو، موږ ستاسو ترڅنګ ودرېږو او د لا ډېرو بریاوو هیله درته کوو.”