ژبه

جنرال مېلر: طالبان به د تاوتريخوالي زياتولو ځواب ترلاسه کړي

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې دوى د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي، که چېرې طالبان پرې بريد وکړي؛ نو ځواب به ترلاسه کړي.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال سکاټ مېلر دا څرګندونې نن د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو له مسوولينو سره ديوه ويډيو کنفرانس له لارې وکړې.

سرچينې زياته کړې چې په دې کنفرانس کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د ناټو پر ژمنتيا، د طالبانو پر  تاوتريخوالي  او له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال مېلر له افغان ځواکونو سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه تازه کړه .

هغه زياته کړه : (( له سياسي ستونزو سره سره موږ به په ګډه کار کوو، څو افغان ولس او زموږ ولسونه زموږ پر فعاليتونو ووياړي.))

جنرال مېلر ډاډ ورکړ، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دى او ښکاره بېلګه يې هره ورځ په ګډه نظامي فعاليتونه ترسره کول دي .

د ناټو قوماندان ويلي، که چېرې طالبان تاوتريخوالي زياتوي، لکه څنګه چې يې زيات کړى، دوى بايد پوى شي چې ددې ځواب به ترلاسه کړي .

د نوموړي په وينا، طالبانو ته په ډاګه کېږي او هغوى پر دې موافقه کړې چې ناټو نه يواځې له ځانه بلکې د افغان امنيتي ځواکونو د دفاع حق هم لري.

جنرال زياته کړې : (( که چېرې طالبان بريد وکړي، ځواب به ورکړل شي.))

د کرونا ويروس په اړه د ناټو قوماندان وويل چې دې  ناروغۍ ټوله نړۍ زيانمنه کړې ده او ممکن ناټو او افغان ځواکونو باندې هم ناوړه اغېزې وښيندي.

د هغه په وينا، اوس ددې اړتيا ده چې ددې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي ، خو په عادي حالاتو کې يې مخه نيول ستونزمن کار دى ، خو د تاوتريخوالي پر مهال يې مخه نيول ناممکن دي.

جنرال مېلر وايي، ددې لپاره چې ددغه ويروس مخه ونيول شي، ټولې ښکېلې خواوې بايد تاوتريخوالى کم کړي، څو د کرونا د مخنيوي پر اقداماتو زيات تمرکز  وشي .

login or register a new account.

ورته موضوع