ژبه

د کابل پر يوه درمسال ننني برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

څلورم تعقیب-کابل (پژواک، ۶ وری ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کابل ښار کې د اهل هنودو پر درمسال برید له شپږ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد چې په ترڅ کې يې  ۲۵ کسان  وژل شوي او  ۸ نور ټپیان دي.

یوه وسله وال کس نن سهار شاوخوا ۷:۴۵  دقیقې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند شور بازار سیمه کې د اهل هنودو پر یوه درمسال برید وکړ.

دکورنیو چارو وزارت وایي چې د نن سهار ترهګريز برید، ماسپښین شاوخوا یوه بجه د یوه بریدګر په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پولیسو ځانګړي ځواکونه د برید د مهارکولو لپاره ژر سیمې ته ورسېدل او د پېښې له سیمې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون۸۰ ملکي وګړي چې بند پاتې وو، ژغورلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه برید کې ۲۵ ملکي وګړي  وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین  د برید د اوږدېدو لامل د درمسال شاوخوا ته د خلکو کورونه یاد کړل او ويې ویل چې امنیتي ځواکونو ډېر شمېر بند پاتې خلک ژغورلي دي.

بلخوا په ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازي نرندرسنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه درمسال ته هر سهار  شاوخوا ۱۵۰ کسان تلل.

د نوموړي د معلوماتو په اساس، وسله والو کسانو لومړی د دغه درمسال ساتونکی وواژه،   وروسته د درمسال ودانۍ ته دننه شول او د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې پیل شوې.

د پژواک خبریال چې د پېښې له ځایه یې راپو ورکړی وایي چې د درمسال دغه ودانۍ دوه پوړه ده چې د عبادت د ځای سربېره په یاده ودانۍ کې د اهل هنودو یو شمېر کورنۍ هم اوسېږي.

د پژواک خبریال د ودانۍ دننه د مرمیو او قوي چاودنو غږونه هم اورېدلي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي چې ودانۍ ته نږدې ژوند کوي، هڅه یې کوله څو خپل د کورنۍ غړي له سیمې انتقال کړي.

همداراز د پژواک خبریال وایي چې د څو ساعتونو په لړ کې چې له بریدګر سره ډزې روانې وې، د کابل ښار هېڅ امنیتي مسوول د پېښې سیمې ته نه دی ورغلى او د دغه برید په اړه یې له رسنیو سره جزیيات نه دي شریک کړي.

خو د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار چې د پېښې په سیمه کې یې شتون درلود، رسنیو ته وویل چې دغه مکان یوازې د عبات ځای نه، بلکې یو شمېر کورنۍ هم هلته اوسېدې.

login or register a new account.