کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹) : افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت یوناما مرستیالې له ټولو افغان سیاسي ډلو غوښتي چې خپل اختلافات په سوله يیز ډول حل کړي.
د یوناما مرستیالې انګریډ هایډن دا څرګندونې تیره شپه د د افغانستان د سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ته په ځانګړې ناسته کې معلومات ورکړل.
نوموړې په افغانستان کې د انتخاباتي لانجو، د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي رییس عبدالله عبدالله له لوري د لوړې د ګډو مراسمو، طالبانو سره د سولې د خبرو، کروناویروس سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه معلومات ورکړل.
هغې په ټولو افغان سیاسي ډلو غږ وکړ چې ګډ کار وکړي او د افغانستان د خلکو لپاره دې خپل سیاسي اختلافات په سوله ییز ډول حل کړي.
مېرمن هایډن زیاته کړه: "اوس د بې اتفاقۍ وخت نه دی. اوس د سیاست، درک او شمولیت وخت دی. د افغانانو ګټې- د ښځو ځوانانو د حقونو په ګډون- باید تر هر څه مخکې وي."
نوموړې همدغه راز وویل چې نړۍ د کرونا سره په مبارزه کې په خپلو خولو کې ډوبه ده او افغانستان ته ښايي چې باید د نړیوالو سرچینو د جذب کولو لپاره غوره دلیل ولري.
هغې وویل چې د افغانستان د اسلاميجمهوریت لپاره لویه پوښتنه دا ده چې ایا مشران یې د یو دایمي سولې د ترلاسه کولو په خاطر له طالبانو سره د خبرو لپاره په خپلو کې سره یو ځای کېدای شي که نه؟
د یوناما مرستیاله داسې مهال له افغان سیاستوالو غواړي چې اختلافات په خبرو حل کړي چې لا هم د ولسمشر غني او پخواني اجرايي رئیس عبدالله ترمنځ شته ستونزې حل شوي نه دي.
login or register a new account.