کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۹) : دامریکا او طالبانو پلاوو په قطر کې د لاسلیک شوي تړون پر سرغړونو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګرمن سوني لوګیټ د وري په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون قطر ته تللی و او هلته یې د طالبانو له یوه پلاوي سره خبرې کړې دي.
هغه که څه هم په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د خبرو مهمه موضوع په افغانستان کې د تاوتریخوالی کمول وو.
بلخوا دطالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم په ټویټر کې لیکلي چې له امریکایی پلاوي سره په قطر کې ددوی خبرې اترې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې ددوی دسیاسي دفتر د پلاوی او د امریکایي جنرال سکاټ میلر په مشرۍ د پلاوي ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پر سرغړونو، هوایي بریدونو او چاپو په اړه مفصلې خبرې وشوې.
دامریکا او طالبانو ترمنځ چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه په قطر کې کوم تړون لاسلیک شو، تر مخه یې باید له بین الافغاني مذاکراتو مخکې په لسو ورخو کې باید د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې شوي وای، خو افغان حکومت په دوو میاشتو کې تراوسه دوه سوه طالب بندیان خوشې کړې دي.
خو طالبانو ویلي چې دا بندیان ددوی نه، بلکې نامعلوم دي او د خپل ورکړل شوي لیست سره سم د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
login or register a new account.