ژبه

دفاع وزارت : میدان ورګو ولایت لپاره د طالبانونومونول شوی والی ووژل شو

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي چې میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی  د هغوی والي په یوه هوایي برید کې وژل شوی، خو طالبان دا خبر ردوي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د وري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا عملیات د تیرې پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د سید اباد ولسوالۍ د پټان خېلو په سیمه کې شوي وو.

هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو هلته دبرید پلان درلود، خو افغان ځواکونو پرې خبري شوي او له مخکې څخه یې پرې عملیات ترسره کړل.

امان وایي چې په دې عملیاتو کې د ولي جان په نامه د طالبانو نومول شوی والي چې په حمزه مشهور و، له پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.

خو طالبانو دا خبر رد کړی دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نن یې له خپل والي سره خبرې کړې او روغ جوړ و.

login or register a new account.

ورته موضوع