ژبه

د افغانستان دولت یمن کي له اوربند هر کلی کوی، افغانستان کې هم اوربند غواړي

ابل (پژواک، ۲۳وری۹۹): د افغانستان دولت یمن کې د اوربند هر کلی وکړ او د حرمینو له خادم، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانستان کې د اوربند او تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف دوې ورځې مخکې، یمن کې له حوثي ډلې سره د دوو اونیو لپاره د اوربند اعلان وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، یمن کې د اوربند په اړه د سعودي عربستان د پادشاه او د حرمینو خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز ال سعود د ابتکار هر کلی کړی او یمن سره له کوید ۱۹ ناروغۍ سره د هغه مرستې یې ستایلي او دا یې د اسلامي او بشري مرستو غوره بېلګه بللې ده.

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له دغه اوربند څخه چې د ملګرو ملتونو سازمان په غوښتنه له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه شوی، هر کلی او په اسلامي نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت په تړاو د حرمینو د خادم مدبرانه هڅې ستایي.

سرچینه لیکي چې د افغانستان دولت یو ځل بیا له کوید ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په دغو سختو شرایطو کې طالبان اوربند رابولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي:" د افغانستان دولت په ټول هېواد کې له کوید ۱۹ ناروغۍ اغېزمنو خلکو ته د روغتیایی او بشری مرستو رسولو په موخه دغه ډله (طالبان) رابولي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او دې ته لارې چارې برابرې کړي چې زموږ ځورېدلو خلکو ته روغتیایي او لومړنۍ مرسته ورسول شي."

سرچینې، د حرمینو له خادم، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې د اوربند د ټینګښت او تل پاتې سولې لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.

login or register a new account.