ژبه

د کابل پولیسو په حوزو کې د شکایتونو د ثبت نوی سیستم فعال شو

کابل (پژواک، ۲۳ حمل ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو د ځواب وینې کچې د لوړېدو، د جنایي جرمونو د قضیو د ثبت او په رڼه ډول ددې قضیو د څارنې په موخه‎د ملي پولیسو په امنیتي حوزو کې د شکایتونو د ثبت سیستم فعال شو.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې د کورنیو چارو وزارت په منظم او سیستماتیک ډول د هېوادوالو د شکایتونو د ثبت او څارنې په موخه د شکایتونو ثبت ځانګړی فورم جوړ کړی او خلک کولای شي له دې وروسته خپل شکایتونه د دې فورمله لارې د ملي پولیسو په حوزو کې ثبت کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په امنیتي حوزو کې د شکایتونو د ثبت لړۍ پيل کړې او دا لړۍ به د هېواد نورو ښارونو ته هم وغځېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هېوادوال کولای شي،د شکایتونو د ثبت فورم په وړیا ډول د کابل امنیه قومندانۍ، امنیتي حوزو، د کورنیو چارو وزارت د عامه خدمتونو مرکز او وېب پاڼې له لارو ترلاسه کړي.

login or register a new account.