کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۸) : یوه حکومتي سرچینه وایي چې له بګرام زندان څخه وروسته به اوس یو شمیر طالب بندیان د کابل له څرخي پله له زندان څخه خوشې شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې حکومت د ولسمشر غني د فرمان له مخې په درییو پړاوونو کې له بګرام څخه ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړل.
هغه زیاته کړې چې ددې فرمان له مخې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ له نورو زندانونو څخه هم ادامه لري .
فیصل ویلي چې په لومړي پړاو کې د ولسمشر د فرمان او ټاکلي مهالویش له مخې د طالبانو ۱۵۰۰ بندیان خوشې شي.
د نوموړي په وینا، د بندیانو د خوشې کولو پروسه دسولې پروسې څخه ملاتړ او د کرونا سره د مبارزې په موخه ترسره کیږي.
بلخوا یوې بلې دولتي سرچینې پژواک ته وویل چې د طالبانو یو شمیر نور بندیان به د کابل له څرخي زندان څخه خوشې شي.
سرچینې زیاته کړه چې نن دولتي پلاوی یاد زندان ته ورغلی او له ارزولو وروسته به له دې زندان څخه هم یو شمیر بندیان خوشې شی.
بلخوا طالبانو هم پرون د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د حکومت ۲۰ تنه عسکر خوشې او سره صیب نړیوال سازمان ته یې سپارلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.
ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.
د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی و.
login or register a new account.