ژبه

ای ایم ایف د افغانستان په ګډون بې وزلو هیوادونو سره کرونا پر ضد مبارزه کې مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : نړیوال وجهي صندوق ای ایم ایف اعلان کړی چې ۲۵ ډېرو غریبو هېوادونو ته به چې له دې نړیوالې ادارې پورونه اخیستي مرسته وکړي څو هغوي خپلې مالي سرچینې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولګوي.

د یادې ادارې لخوا د وري په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې مشرې کریستلینا جیورجیوا ویلي چې د اپرېل په ۱۳مه لومړۍ ډله هېوادونه چې له دې سازمانه د اخیستي پور د پرې کولو لپاره به مرسته ورسره کېږي، تایید شول.

هغې زیاته کړې، د نړیوال وجهي صندوق   ۲۵ تر ټولو غریب پوروړي په لومړي سر کې د ۶ میاشتو لپاره مرستې تر لاسه کولای شي.

دسرچینې د معلوماتوله مخې، په دې ډېرو غریبو هېوادونو کې د افغانستان ترڅنګ د تاجکستان او یمن نومونه هم شته او په ټوله کې د اسیا او افریقا ډېر پوروړي هېوادونه په کې راغلي دي.

جیورجیوا ویلي چې په دې وخت کې د بحرانونو د ادارې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر لري چې ۱۸۵ میلیون ډالر بریتانیا او ۱۰۰ میلیون ډالر جاپان ورکړې دي.

د هغې په وینا چین، هالند او ځیني نورو هېوادونو هم مرسته کړې خو دقیق شمېر یې نه دی څرګند شوی.

نړیوال وجهي صندوق هڅه کوي چې د پورونو د پرې کولو لپاره له حکومتونو سره د مرستې بودجه ۱ اعشاریه ۴ ملیاردو ډالرو ته لوړه کړي.

د دې نړیوالې ادارې مشرې ویلي: "له دې بودیجې به هغو ډېرو غریبو او کمزورو هېوادونو ته چې د پيسو له نړیوال صندوقه یې پورونه کړي، په لومړي سر کې په راتلونکو ۶ میاشتو کې مرسته وشي څو هغوي خپلې مالي سرچینې نړیوال وجهي  صندوق د پور پرې کولو پر ځای، د کرونا ویروس له وبا سره د مبارزې لپاره او د روغتیايي امکاناتو په زیاتولو ولګوي."

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون  د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې یو اعشاریه ۹ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او تر یولک اونولس زره زیات کسان له دې کبله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۷۱۴ ته لوړ شوی او ۲۳ تنه مړه شوي دي.

login or register a new account.