ژبه

خلیلزاد او ملا برادر دلاسلیک شوي تړون پر عملی کیدا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : په یوه اونۍ کې د دویم ځل لپاره امریکا او طالبانو په قطر کې د لاسلیک شوي تړون پر عملی کیدا او یو شمیر موضوعاتو خبرې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون د ۱۳۹۸  لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې لاسلیک شو، ددې تړون له مخې باید له لاسلیکه سمدلاسه وروسته په لسو ورځو کې د طالبانو ۵  زره بندیان خوشې او بین الافغانی مذاکرات پیل شی، خودادې له دې لاسلیکه یوه نیمه میاشت تیر شول، نه ټول بندیان خوشې شول او نه هم بین الافغاني مذاکرات پیل شول.

امریکا، طالبان او افغان حکومت یو بل د تړون  پر سرغړونو تورنوي، طالبان وایي چې پر دوی چاپې او هوایی بریدونه ډير شوي، خو افغان حکومت او امریکا بیا وایي چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی.

د طالبانو دقطر دفتر ویاند سهیل شاهین د وري په ۲۶مه، په ټویټر کې لیکلي چې ددوی د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني پرون مازیګر په دوحه کې دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناقومندان سره لیدلي دي.

هغه زیته کړې ، په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر چې د لومړي وزیر مرستیال هم دی، شتون درلود.

شاهین ویلي، په دې ناسته کې د توافقنامې د کامل تطبیق په ګډون، دبندیانو په خلاصون کې دځنډ،  دموافقتنامی څخه د سرغړونو او نورو اړوند موضوعاتو او د هغوی د حل په لارو خبرې وکړې.

بلخوا په قطر کې یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چې د ناټو قوماندان جنرال میلر په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ، څو بین الافغاني مذاکرات ژر پیلیدا ته لاره هواره شي.

د سرچینې په وینا، جنرال میلي ټولې خواوې باید د سولې له دې چانس څخه ګټه پورته کړي.

login or register a new account.