کابل (پژواک، ۲۶ په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې افغان ځواکونو ته یې د سپکو او درنو وسلو میلیونونه ورکړې دي.
په کابل کې د یاد ماموریت لخوا د وري په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې ترڅنګ خپلو افغان همکارانو سره هم مرستو ته ادامه ورکوي.
ناټوزیاته کړې، دې لپاره افغان ملي ځواکونه خپلو هیوادوالو ته ډاډمن امنیت تامین کړي دوی ورته په کابل کې د سپکو او درنو وسلو درې میلیونه مرمۍ وسپارلې .
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د ناټو ددغو مرستو او همکاریو هرکلی کړی او دا یې ډیر ګټور بللي دي.
هغه پژواک اژانس ته وویل، څومره چې افغان ځواکونه ښه مجهز شي او ډیرې وسلې، مهمات و رکړل شي، په هماغه ډول یې وړتیاوې او ظرفیتونه یې لوړیږي.
ده زیاته کړه چې دې تجهیزاتو سره دوی د ترهګرۍ پر ضد ښه مبارزه او خپلو هیوادوالو ته دامنیت په برخه کې ښه خدمات وړاندې کولی شی.
login or register a new account.