ژبه

ناټو: طالبان دې بین الافغاني مذاکراتو لپاره بریدونه ودروي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د ناټو سرمنشي له طالبانو غوښتي دي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دې بریدونه ودري او تاوتریخوالي کم کړي.

د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې ددغه سازمان ددفاع وزیرانو له غونډې مخکې د ویډیو له لارې یوه خبري کنفرانس ته وکړې.

هغه زیاته کړه چې سبا د ناټو سازمان د ۳۰ غړو هیوادونو  ددفاع وزیرانو ویډیویي غونډه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړيږي چې پکې تر ډیره بریده د کرونا پر ضد مبارزې، په عراق او افغانستان کې د ناټو پر ماموریتونو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کیږي. 

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي چې اندیښمنوونکي دي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې بریدونه بند او له امریکا سره لاسلیک کړي تړون په بشپړه توګه عملي کړي.

 د ناټوسرمنشي دغه راز پر طالبانو ټینګار کړی چې تاوتریخوالی کم کړي ، ځکه دده  په وینا، بین الافغاني مذاکراتو لپاره دا کار مهم دی.

سټولټنبرګ ویلي چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو لپاره د ټولو هڅو هرکلی کوي او د افغان حکومت یې ستاینه وکړه چې یو ټولشموله مرکچي پلاوی یې اعلان کړی دی.

نوموړي دغه راز د افغان حکومت او طالبانو  لخوا د بندیانو خوشې کول هم ښه اقدام وباله او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې د سولې په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

هغه په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا بین الافغاني مذاکراتو لاره هواروي.

سټولټنبرګ دغه راز قطر ته د ناټو د قوماندان جنرال میلر سفر او هلته طالبانو سره د لیدنو کتنو هرکلی کړی دی .

نوموړي په ډاګه کړې، ناټو به افغان ځواکونو مالي ملاتړ او پوځي ملاتړ ته ادامه  ورکوي .

login or register a new account.