ژبه

د پژواک نظر پوښتنه: ۸۳ سلنه کسانو په کابل ښار کې د موټرسایکلو بندیز سره موافقه کړې

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۹):د پژواک انلاین نظرپوښتنه ښیي چې ۸۷ سلنه خلک د کابل ښار،امنیت ټینګښت په موخه د موټر سایکل ګرځېدو د بندیز سره موافق ، خو ۱۳ سلنه نورو کسانو بیا مخالفت ښودلی دی.

د کورنیو چارو وزارت لخوا سر نن د وري په ۲۷مه، چهارشنبې ورځې څخه د ترهګریزو بریدونو او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره په ټول کابل ښار کې پر موټر سایکل ګرځېدو بندیز ولګولو.

 د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا اقدام کوي چې د کابل ښار یو شمېر ښاریان د ځینو غلجکیو بریدونو او جنايي پېښو څخه شکایت کوي.

پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوکپاڼه کې له خلکو پوښتلي حکومت کابل ښار کې دامنیت ټینګولو په موخه پر موټرسایکلو بندیز لګولی،ستاسو په نظر دې کار سره به امنیت ښه شي!

دې پوښتنې ته ددې خبر تر خپریدو پورې ۷۰۰۰ کسانو ځواب ویلی.،  چې له دې څخه ۸۳ سلنه ( ۵۸۰۰ کسانو) له دې کار سره موفقه ښودلې او ۱۳ سلنه ( ۱۲۰۰ ) کسانو مخالفت ښودلی دی.

دغه نظرپوښتنه چې په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای. موافق عبدالحمید ځاځی لیکلي:« سل به سله بايد بند شي کابل ښار کې غلا، وژل، او هدفې وژنې ټولې همدا د موترسایکل والا كوي.»

دمینې په نامه یو بل تن هم لیکلی :« په لويو ښارونو کې بايد دوه څرخي په بشپړ ډول بندې شي.»

حکیم جلال زي هم لیکلي:« بلکل د امنیت ټینګښت لپاره خه اقدام دی ډبل سوارې ولا ته خو باید په هیڅ ډول اجازه ورنکړل شي.»

د حاجی بهرام په نامه یو بل  بیا لیکلي:« غله ټول موټر سایکلونه لري نو بندول یې د امنیت ټنګښت لپاره خه اقدام دی.»

خو د ابوبکر صادق په نوم یو تن بیا له دې کار سره مخالفت ښودلی . هغه وایي:« په هر ولایت کې مافیا او مشهور غله شته چې عام ولس یې پیژنې نو حکومت یې څنګه نه پیژنې؟ ددغو خلکو پر وړاندې حکومت ترڅو عملي اقدام و نه کړي او د هغوي مخه ونه نیسي په موټر سایکل بندول امنیت نه راځي.»

د امرالله په نامه بل تن  لیکلي:« نه موږ یې نه منو دا دموتر سایکل پورې اړه نلري په کوم هېواد کې موټر سایکل بند شوی؟ خلک ډیرې ستونزې په موترسایکل حل کوي دا باید موږ قبوله کړو چی زموږ مسوولین سمه دنده نه ترسره کوي پیسی خوري رشوت اخلي.»

 

login or register a new account.