کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې د بندیانو خوشې کولو ته ژمن دي او د قانون په چوکاټ کې به دا لړۍ دوام لري.
له ارګ څخه د وري په ۲۸مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چې دولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه پرون ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د صرافانو د غوره امنیت ټینګښت لپاره د تدابیرو نیولو په اړه بحث وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي، غونډې کورنیو چارو او مالیې وزارتونو ته دنده وسپارله چې د خصوصي سکتور له استازو سره خبرې وکړي او کورنیو چارو وزارت دې د صرافانو د غوره امنیت تامین په موخه لازم اقدامات وکړي.
همداراز د طالب بندیانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ زیاتېدو ته په پاملرنې، افغان دولت د تېر په څېر د اوربند پلوی دی او غواړي چې په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې ترتیب په غونډه کې څرګنده شوه چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو اقدامات د ژمنو، مشخصو میکانېزمونو او د قانون په چوکاټ کې د اصولو مطابق دوام لري، خو متاسفانه په دې برخه کې د طالبانو له لوري ځینې ابهامات موجود دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.
ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.
د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی و.
د بندیانو د خوشې کولو پیل افغان حکومت وکړ او تر اوسه یې ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړي، خو طالبانو یواځې ۲۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړې دي.
login or register a new account.