کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹) : د ناټو سرمنشي جینز سټولنبرګ وایي، چې په افغانستان کې د ځواکونو کمیدل یې هلته د روزنې پر ماموریت کومه اغېزه نه کوي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې تیره شپه ناوخته په بروکسل کې د دغه سازمان ددفاع وزیرانو تر ویډیویي ناستې وروسته په یوه ویډیویي خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه زیاته کړه، چې ددې ناستې زیات تمرکز د کرونا ویروس پر مبارزې، افغانستان او عراق کې د ناټو پر ماموریتونو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د نوموړي په وینا، په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې د کرونا وبا پر ضد به متحدین او همکار هیوادونه له یوه بل سره همکاري کوي.
د ناټو سرمنشي وایي : (( د کرونا وبا زموږ ولسونه له ننګونو سره مخامخ کړي، خو موږ باید یې پر ضد ګډه مبارزه وکړه او متحد واوسو.))
د افغانستان په اړه سټولټنبرګ وویل چې د ناټو سازمان او متحدینو دامریکا او طالبانو ترمنځ د تړون ملاتړ او هرکلی کړی دی او په همدې موخه د خپلو سرتیرو شمیره له ۱۶ زرو څخه ۱۲ زرو ته راټیټوي.
خو هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې یې د سرتیرو کمول مشروط دي ، خو همهاله د افغان ځواکونو مالي او نظامي ملاتړ ته هم ژمن دي.
دی وایي چې د سرتیرو کمول یې پر ماموریت کومه اغیزه ځکه نه کوي چې په ۲۰۱۷ کال کې یې هم د سرتیرو شمیرهمدومره وه، پخوا هم کم او زیات شوي وو.
د ناټو سرمنشي زیاتوي چې دوی ټول افغانستان ته په ګډه ورغلي وو او پریکړې به هم په ګډه کوي، او کله چې حالات برابر شول، په ګډه به له افغانستان څخه وځي.
سټولټنبرګ وویل ، د ناټو لخوا د سولې پروسې ښه ملاتړ په دې کې دی چې دافغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکړي او دې کار سره طالبانو ته پیغام ورکوي چې هغوی هیڅکله د جګړې په ډګر کې بریا نه شي ترلاسه کولی.
هغه له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم او ژر تر ژره له افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
login or register a new account.